IQNA

د مصر اسلامی څيړنیزې ټولنې رنګي قرآنونو له چاپولو سره  بیا مخالفت وکړ

10:40 - April 06, 2025
د خبر لمبر: 3490916
ایکنا – له الازهر سره  اړونده د اسلامی څیړنیزې ټولنې عمومی منشي محمد الجندي یوځل بیا په مصر کې د رنګي قرآنونو له چاپ سره ددغې تولنې  مخالفت اعلان کړ.

ایکنانیوز راپور راکړی،  محمد الجندي  د مصراوی خبری سایت له خبریال سره په خبرو کې ووئيل؛ دالازهر اسلامی څيړنیزې ټولنې  څه موده مخکې  د قرآن په چاپولو کې د رنګي کاغذ څخه د استفادې پر ممنوعیّت مشتمله فیصله صادره کړې او د قرآن د متن  لپاره ئې تور فونټ مناسب رنګ بللی دی.

هغه زیاته کړې ده ،دغه فیصله  د قرآن کریم د منزلت او شأن د ساتلو په موخې سره  غوره شوې او له دې امله په مصر کې درنګي قرآنونو د چاپ او خپراوي لپاره هیڅ ډول مجوز نه ورکول کیږي.

له الازهر سره اړونده  داسلامی څیړنې دټولنې عمومی منشي  دې ته په آشارې سره چې  دمصحف بیا کتنې کمیتې  د خداوندمتعال په درګاه کې لوي مسئولیّت لري ، ووئيل؛  د بیا کتنې او کنټرول له نظره د قرآن کریم د چاپ  د اهتمام موضوع ،یوه ډيره مهمه مسئله ده ، له دې امله  د اسلامی څيړنې ټولنه  دغې مووضع ته خاص توجه لري.

الجندي  ووئيل؛ په مصر کې د قرآن دعلومو د یوشمیر هغو متخصصانو د ډلې په وسیله  په دغه هیواد کې په قرآن بیا کتنه  چې د الازهر پوهنتون د قرآن د کالج  د علمي پلاوي  له غړو  او د قرآن د قرائتونو د موسیسو غړي دي ،ترسره کیږي.

د یادولو ده چې له الازهر سره اړونده  د اسلامی څیړنو ټولنې له دې مخکې هم د یوه حکم په صادرولو سره  په مصر  کې په فانتزي اونئوني رنګونو سره د قرآن چاپ ممنوع اعلان کړ او د دغه هیواد په بازار کې ئې  د قرآن ددغورنګي نسخو له پلورلو سره  مخالفت وکړ.

ددغې ټولنې  د دستور العمل په اساسو د قرآن کریم متن یوازې باید په تور خط سره ولیل شي او د قرآن د صفحو  زمینه او رنګ هم باید سپین یا کریمی رنګ وي.

  له االازهر سره اړونده د  اسلامی څيړنې د ټولنې د دستور العمل په اساس ،  هره یوه خپرندویه موسیسه، که د قرآن کریم د چاپ لپاره ټاکل شوي  معیارونه رعایت نه کړي، نو دغه ټولنه به موضوع  د تعزیراتو مامورانو ته وړاندې کړي او دغه نسخې  به له بازاره غونډې کړي  او همداراز  دغه خلاف ورزي کونکي خپرندویه موسیسه به د قرآن له چاپولو محرومه شي.

https://iqna.ir/fa/news/4274700

captcha